یکشنبه, اپریل 19, 2026
یکشنبه, اپریل 19, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

لبنان کې پر روغتيايي تاسيساتو بريدونه شوي

د روغتيا نړيوال سازمان خبر ورکړی، لبنان کې پر روغتيايي تاسيساتو بېلابېل بريدونه شوي، چې په‌کې يو روغتيايي کارکوونکی وژل شوی دی. د يادې ادارې مشر تېدروس ادهانوم پر خپله ايکس‌پاڼه ليکلي، دا بريدونه د اسرائيلو پراخېدونکو پوځي عمليات پايله ده. نوموړي ويلي، د مارچ له دويمې نېټې تر دې دمه لبنان کې د بريدونو پر مهال ۵۱ روغتيايي کارکوونکي وژل شوي دي. تېدروس ادهانوم غوښتنه کړې، چې پر روغتيايي مرکزونو بريدونه دې سم‌لاسي ودرول شي او روغتيايي کارکوونکي بايد په نښه نه‌شي. سيمه کې جګړه وروسته له هغې پراخه شوه، چې نږدې يوه مياشت وړاندې اسرائيل-امريکا پر ايران هوايي بريدونه وکړل. په غبرګون کې ايران سيمه کې د امريکا اهداف په نښه کړل، چې ورسره جګړه هم په پراخېدو شوه.

- Advertisment -spot_img