د امريکا د متحده ايالتونو په بېلابېلو ښارونو او ښارګوټو کې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ضد د «استبداد نه منو» تر شعار لاندې لاریونونه دوام لري. د معلوماتو له مخې، دا لاريونونه د شنبې په ورځ د امريکا تر ۳۰۰۰ څخه زیاتو ښارونو او ښارګوټو کې د ټرمپ د غلطو پاليسيو پر وړاندې راپورته شوي دي. په دې لاريونونو کې لاریونکوونکي د «استبداد نه منو» ترڅنګ «ټرمپ دې همدا اوس ولاړ شي» شعارونه هم ورکوي. د لاريونونو تنظيموونکي په امريکا کې دا تر ټولو ستره مظاهره بولي.



