پر ایران د امریکا او اسرائیلو له برید وروسته، تهران د واشنګټن او تل ابیب پر مخ د هرمز تنګی وتاړه، چې ورسره په امریکا کې د تېلو بیې په بیساري ډول لوړې شوې. پاکستان یو له هغو هېوادونو دی، چې ایران یې کښتیو ته له هرمز تنګي د تېرېدو اجازه ورکړې، تهران تازه هغو ۲۰ کښتیو ته چې د پاکستان بیرغ پرې ولاړ دی له هرمز تنګي د تېرېدو اجازه ورکړې ده. د پاکستان لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار د تهران د دغه اقدام په ځواب کې ویلي، دا یو مثبت، رغنده، ستاینې وړ نوښت او د سولې پر لور یو ګام دی. د پاکستان بهرنیو چارو وزیر همدا پیغام بیا د امریکا ولسمشر ټرمپ په ټروث سوشیال بیاځلي خپور کړی دی. په ټوله کې باور دا دی چې پاکستاني چارواکو تل د امریکا د ګټو لپاره پر خپل هېواد او ولس سوداګري کړې او ښايي، د هرمز له تنګي د پاکستان په نوم تېرېدونکې بېړۍ خپل تېل امریکا ته ورکړي. پاکستان کې د تېلو بیې لا هم نه دي ټيټې شوې او دا شکونه په حقیقت بدل وي، چې ګنې پاکستان له ایران او خپل ولس سره د امریکا د ګټو لپاره خیانت کوي.



