د هرات ولایت زاول ولسوالۍ د «بر لخشک» په لاره کې یو ۵۸۰ ډوله موټر اوبو ته لوېدلی، خو د هغه ټول سپرلۍ ژغورل شوي دي. ځینې کسان د سپکو ټپونو له امله روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي دي. د طالبانو تر ولکې لاندې د هرات ولایت د مقام ویاند، محمدیوسف سعیدي ویلي، چې د پېښې له راپور ترلاسه کولو سره سم، د زاول ولسوالۍ ملکي او نظامي مسئولین سیمې ته واستول شول او د ژغورنې عملیات یې په بېړني ډول پیل کړل. سعیدي زیاته کړې، چې د مسئولینو د پر وخت او ګډو هڅو له امله، د موټر ټول سپرلۍ له اوبو څخه را و ایستل شوې. د ولایت ویاند همدارنګه ویلي، چې په دې پېښه کې د مرګ ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی، خو یو شمېر سپک ټپیان د درملنې لپاره نږدې روغتونونو ته لېږدول شوي دي. دا په داسې حال کې ده، چې د وروستیو سختو ورښتونو او د سېلابونو د خطر د زیاتېدو له امله، د هرات محلي ادارې مخکې له دې له خلکو غوښتي وو، چې د خپل ژوند د خوندیتوب لپاره له سیلابځپلو سیمو او لارو څخه تګ راتګ ونه کړي.



