یکشنبه, اپریل 19, 2026
یکشنبه, اپریل 19, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ایران کې د یوې افغانۍ کورنۍ ۶ غړي وژل شوي

‏ایراني رسنیو راپور ورکړی، چې د امریکا په تازه توغندیزو بریدونو کې د یوې افغانې کورنۍ ۶ غړي وژل شوي دي. راپور کاږي، چې دغه توغندی د تهران په جنوب، ری ښار کې لګېدلی دی. په راپورونو کې زیاته شوې، چې په دغه برید کې ۴ ایراني وګړي هم وژل شوي او یو شمېر نور چې کره شمېره یې معلومه نه ده ټپيان شوي دي. په راپورونو کې د افغانې کورنۍ په اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي. تهران کې د طالبانو سفارت او په افغانستان کې د طالبانو د حکومت چارواکو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي. دا برید داسې مهال کېږي،چې د ایران او امریکا ـ اسرائیلو ترمنځ کړکیچ ورځ نه بلې ته پراخېږي، چې په لویه کچه یې اندېښنې زیاتې کړې دي. دواړه لوري هره ورځ پر یو بل د پراخو توغندیزو بریدونو خبرونه خپروي.

- Advertisment -spot_img