د جرمني لومړي وزیر، فریډریش مرتس په ایران کې د نظام بدلولو باورونو ته په اشارې سره ویلي، چې متحده ایالاتو په هېوادونو، په ځانګړې توګه په افغانستان کې د نظام په بدلولو کې بریالی عمل نه دی کړی هغه په یوه تازه ټلویزیوني مرکه کې ویلي، چې امریکا په افغانستان کې شل کاله جګړه وکړه، خو په پای کې د نظام بدلون له یوه «ملا واکمنۍ» څخه «بلې ملا واکمنۍ» ته و د جرمني لومړي وزیر ټینګار وکړ چې متحده ایالات په هېوادونو کې د نظامونو د بریالي بدلولو لپاره «هیڅ ستراتیژي نه لري او دا کار ډېری وخت له ماتې سره مخ شوی دی.» د فریډریش مرتس په باور، د نظام یوازینی بدلون چې کله «واقعاً» بریالی و، په پاناما کې و او هغه هم لسیزې وړاندې شوی و. د جرمني لومړي وزیر په ایران کې د نظام بدلولو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: «هیڅ ستراتیژي شتون نه لري. تر هر څه وړاندې، تاسو واقعاً څه غواړئ؟ ایا د نظام بدلون واقعاً یو هدف دی؟ که دا هدف وي، زه فکر نه کوم چې تاسو ورته ورسېږئ. دا کار ډېری وخت له ماتې سره مخ شوی دی. د سي آی اې (CIA) د تاریخ په اړه یو کتاب شتون لري؛ د نظام یوازینی بدلون چې کله واقعاً بریالی و، په پاناما کې و او هغه هم لسیزې وړاندې و. په ډېری مواردو کې بریالی نه و. په افغانستان کې ۲۰ کاله وخت ونیو او د نظام بدلون له یوې ملا واکمنۍ څخه بلې ملا واکمنۍ ته و. هیڅ ستراتیژي نشته.» دا په داسې حال کې ده چې له افغانستان څخه د شل کلن حضور وروسته د امریکايي ځواکونو وتل، د متحده ایالاتو په داخل کې او د نړۍ په کچه له سختو غبرګونونو او نیوکو سره مخ شوي دي. د راپورونو پر بنسټ، طالبانو له بیا ځلي راستنېدو وروسته خپلې «ځپونکې او سختې» پالیسۍ، هغې ته ورته چې په لومړۍ دوره کې یې لرلې، یو ځل بیا پر افغانستان پلې کړې او په ځینو مواردو کې یې حتی هغه نورې هم شدیدې کړې دي د طالبانو د بیا واکمنېدو سره، نجونې او ښځې له شپږم ټولګي پورته له زده کړو او په پوهنتونونو کې له تحصیل څخه منع شوې، ښځې پارکونو، حمامونو، سینګارتونونو ته له تګ او بې محرمه سفر کولو څخه منع شوې او د نارینهوو په ګډون د هېوادوالو ډېری اساسي حقوق او فردي ازادۍ محدودې شوې دي.



