سه شنبه, اپریل 21, 2026
سه شنبه, اپریل 21, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

پنتاګون منځني ختیځ ته د ۱۰ زره سرتېرو د لېږلو ارزونه کوي

پنتاګون په دې غور کوي، چې تر ۱۰ زره پورې اضافي ځمکني سرتېري منځني ختیځ ته واستوي، څو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته نور پوځي انتخابونه برابر کړي. دا په داسې حال کې ده، چې نوموړی له تهران سره د احتمالي سولې خبرو امکان هم ارزوي، د رویټرز د راپور له مخې دا ګام د ټرمپ د ادارې دوه‌لارې تګلاره په ګوته کوي، یوه خوا د پوځي چمتووالي ساتل او بله خوا د وضعیت د تاوتریخوالي کمولو لپاره د ډیپلوماټیکو لارو لټول. ټرمپ مخکې ویلي وو، چې د ایران د حکومت په غوښتنه یې پر ایراني انرژۍ تاسیساتو بریدونه د ۱۰ ورځو لپاره، تر اپرېل ۶ پورې، ځنډولي دي. هغه زیاته کړې، چې د هغه په وینا د “جعلي خبرونو” پر خلاف، د واشنګټن او تهران ترمنځ خبرې په ښه ډول روانې دي.

- Advertisment -spot_img