د طالبانو له پېښو سره د مبارزې ملي ادارې، اعلان کړی چې د هېواد په څو ولایتونو کې د تېرو ۲۴ ساعتونو بارانونو له امله پنځه تنه مړه شوي او شپږ نور ټپیان دي. د یادې ادارې ویاند، محمدیوسف حماد په یوه غږیز پیغام کې ویلي چې دا پېښې د پروان، کندهار، زابل او هلمند ولایتونو کې رامنځته شوې دي. د هغه په وینا، د دغو بارانونو له امله ۱۶ کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي او ۸۷ نور کورونه لږ زیانمن شوي دي. بلخوا، د افغانستان ملي ټلوېزیون مخکې راپور ورکړی و چې د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ کې د باران له امله د یوه کور چت نړېدلی، چې له امله یې درې تنه، د دوو ماشومانو په ګډون، مړه شوي او شپږ نور ټپیان دي. دا په روان لمریز کال کې د بارانونو له امله د مرګژوبلې لومړني راپورونه دي، په داسې حال کې چې په تېرو کلونو کې هم ورته پېښو څو ځله د خلکو ژوند اخیستی او پراخ مالي زیانونه یې اړولي دي.



