د ایران او امریکا – اسرائیلو د جګړې په دوام، د ایران بهرنیو چارو وزیر، سید عباس عراقچي په تازه څرګندونو کې ویلي چې «دښمن» یې د ایران په تجزیهکولو او هلته د ملي یووالي د ماتولو په هڅو کې ناکام شوی دی. عراقچي روانه جګړه د ایران په تاریخ کې مهم پړاو او ایران پکې بریالی بللی او په وینا یې چې تهران په چټکې بریا سره د مخالفینو موخې شنډې کړې دي. د ایران بهرنیو چارو وزیر یو وار بیا له امریکا سره د مذاکراتو پیلېدو په اړه خپاره راپورونه رد کړي او د تهران اوسنی سیاست یې د تهران د مقاومت دوام بللی دی. “چې تضمین نه وي، اوربند د جګړې د تکرار لامل کېږي او ایران به یوازې د کلک تضمین په شتون کې اوربند ته غاړه کېږدي.“ عراقچي د هرمز تنګي ته په اشارې ویلي چې دا مهمه سمندري لاره یوازې دوستو هېوادونو پر مخ پرانیستې او دښمنانو ته پرې د تېرېدو اجازه نشته. بلخوا د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ تازه ویلي چې له ایران سره خبرې روانې دي او تهران هم هوکړې ته لېوالتیا ښودلې ده. د یادولو ده چې تر دې مخکې هم یو شمېر نورو ایراني چارواکو له ایران سره د مذاکراتو پیلېدل رد کړي وو.



