سه شنبه, اپریل 21, 2026
سه شنبه, اپریل 21, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

طالبانو د تېلو د ۱۷ شخصي شرکتونو فعالیتونه محدود کړل

د طالبانو تر کنټرول لاندې د دولتي شرکتونو عمومي ریاست ویلي، چې په افغانستان کې د تېلو په برخه کې د ۱۷ فعالو شخصي شرکتونو فعالیتونه محدود شوي او خصوصي سکټور او سوداګرو ته خبرداری ورکړل شوی، چې له دغو شرکتونو سره معامله ونه کړي. دغه ریاست د محدودیت لرونکو شرکتونو نومونه او جزییات خپاره کړي او زیاته کړې یې ده، چې د دغو شرکتونو فعالیتونه د «قوانینو او اصولو د سرغړونې» له امله محدود شوي دي. د فریداحمد غزنوي، عارف عزیز فراهي، آریانا هولدینګ، شکور همدرد، محمد نعیم نورزي، تابان زرنج، برادران وطنوال، خالد مزمل، رامز عمر، هامون محمود ملکي، امیرالطاف حلیمي، اذرخش افغان، زبیر عظیمي، سپهر زرنج، سها صفا او سپیدلاین شرکتونه په محدودیتونو کې شامل دي. د دغه ریاست په وینا، دغو شرکتونو له دولتي «قوانینو او مقرراتو» سرغړونه کړې ده. طالبانو دغو شرکتونو ته یوه میاشت وخت ورکړی ترڅو د تېلو اړوند نیمه‌تمامه ګمرکي چارې بشپړې کړي او خبرداری یې ورکړی که‌چېرې ټاکل شوي مهلت کې د تېلو د بارونو پروسې بشپړې نه‌شي، د دغو شرکتونو د وارداتو حق به هم لغوه شي.

- Advertisment -spot_img