سه شنبه, اپریل 21, 2026
سه شنبه, اپریل 21, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ایران په «باب المندب» تنګي د ولکې ټینګولو ګواښ کړی 

ایراني چارواکو خبرداری ورکړی، چې پر هېواد یې د ځمکني برید په ځواب کې به د یمن حوثیانو په وسیله په «باب المندب» تنګی ولکه ټینګه کړي. د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، ایراني چارواکو ګواښ کړی، چې که د ځمکې له لارې د ایران په سویلي ټاپوګانو بریدونه وشي په یمن کې انصارالله (حوثیان) پر «باب المندب» د ولکې ټینګولو ته چمتو دي.  باب‌المندب د هرمز تنګي غوندې له مهمو سمندري لارو شمېرل کېږي، او د ایران له لوري یې د وسله‌والو ډلو په وسیله کنترول ډېر اسانه دی. دا په داسې حال کې ده، چې د ایران، امریکا او اسرائیل ترمنځ جګړه پراخه شوې او دواړه لوري یو بل ته د سختې جګړې خبرداری ورکوي.  بلخوا د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ په وروستیو کې ایران ته د اوربند لپاره ۱۵ ماده‌ییز پلان وړاندې کړی چې ایران یې په ځواب کې دا پلان رد کړی او امریکا ته یې د جګړې د پایته‌رسولو لپاره پنځه وړاندیزونه کړي دي. ایران ویلي، چې امریکا باید جګړه سمدلاسه ودروي او همداراز باید دا تضمین ورکړل شي چې بیا ځلي به پر ایران برید نه کېږي.

- Advertisment -spot_img