د پاکستان لومړي وزیر دفتر وايي؛ شهباز شریف د سعودي عربستان له وليعهد او لومړي وزیر محمد بن سلمان سره په ټیلیفوني خبرو کې د سیمې پر امنیتي وضعیت او د اسلامي امت پر یووالي مفصلې خبرې وکړې. دوی زیاتوي، لومړي وزیر شهباز شریف د سعودي پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز، وليعهد او د سعودي وروڼه ولس ته د کوچني اختر مبارکي ورکړه او خپلمنځي نیکې هیلې یې تبادله کړې. د دوی په وینا، په دغو خبرو کې محمد بن سلمان د اسلامي امت په لیکو کې پر یووالي او همغږۍ ټینګار وکړ او ویې ویل چې اوسمهال امت تر بل هر وخت زیات یوالي ته اړتیا لري. خبرپاڼه زياتوي، شهباز شریف وليعهد ته د کړکېچونو د کمولو او د خبرو اترو له لارې د ستونزو د حل په موخه د پاکستان د ډیپلوماټیکو هڅو په اړه معلومات ورکړل. د دوی په خبره، وليعهد محمد بن سلمان د سولې او ثبات په برخه کې د پاکستان ساختماني رول او ډیپلوماټیکې هڅې وستایلې او دواړو مشرانو هوکړه وکړه چې په ټولو کچو کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ نږدې همغږي ساتل کېږي.



