نن (سه شنبه، د وري ۴مه) د نري رنځ نړۍواله ورځ ده. افغانستان کې د روغتیا نړۍوال سازمان استازی اډوین سینیزا سلواډور وایي، لا هم افغانستان کې زرګونه تنه پر نري رنځ اخته کیږي چې ډېرې پېښې یې لا هم نه دي تشخیص شوي. د روغتیا نړۍوال سازمان د دې ورځې په مناسبت پېغام کې ویلي، د نري رنځ د تشخیص لپاره د زمینې برابرېدو او درملنې ته یې د لاسرسي لپاره ګډ اقدام ته اړتیا ده. د روغتیا نړۍوال سازمان استازي زیاته کړې چې د نري رنځ له منځه وړل یوه هیله نه بلکې په خبره یې، یو لوی هدف دی.



![[000098]](https://sedayedarya.tv/pa/wp-content/uploads/sites/8/2026/08/000098-251x300.png)