دوشنبه, مارچ 23, 2026
دوشنبه, مارچ 23, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

امریکا او اسرائیل د ایران پر وړاندې جګړه اوږدوي

امریکا او اسرائیل ويلي چې د ایران پر وړاندې روانه جګړه ښايي د لومړنیو اټکلونو په پرتله اوږده شي او د هرمز تنګي د بیاپرانيستلو عملیات ممکن څو اوونۍ نور هم دوام وکړي. د اناتولي خبري اژانس د راپور له مخې چې نن دوشنبه یې خپور کړی، اسراییلي رسنیو ویلي چې د واشنګټن هدف یوازې د سمندري لارې پرانیستل نه‌دي، بلکې امریکا هڅه کوي د انرژۍ نړیوالو بیو باندې د ایران ادعا شوی پراخ نفوذ هم راکم کړي. راپور زیاتوي، چې د اسرائیلو د پوځ ویاند اعلان کړی، چې پر ایران او د حزب‌الله پر ضد بریدونه به لا څو اوونۍ نور هم دوام وکړي. د امریکا او اسرائیلو په بریدونو کې د ایران لوړپوړي چارواکي، علي خامنه يي او علي لاریجاني وژل شوي او تر زرو ډېرو نورو کسانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. بل‌خوا ایران د بې‌پیلوټه الوتکو او توغندیو بریدونو ته دوام ورکړی، چې هدف یې اسرائیل او هغه سیمه‌ییز هېوادونه دي، چې د امریکايي ځواکونو کوربه‌توب کوي. دا وضعیت د سیمې د امنیتي کړکېچ د لا زیاتېدو اندېښنې راپارولې دي.

- Advertisment -spot_img