د روغتیا نړۍوال سازمان ویلي، چې په سوډان کې پر یوه ملکي روغتون برید کې د ماشومانو، ناروغانو او طبي کارکوونکو په ګډون ۶۴ تنه وژل شوي او ۸۹ نور ټپيان دي. یاد سازمان ویلي، چې یاد برید پرون د ارفور پر «الضعین» تدریسي روغتون ترسره شوی او د روغتون تاسیسات په بشپړ ډول لهمنځه وړل شوي دي. د نړۍوال روغتیا سازمان عمومي رییس تېدروس ادهانوم دا برید غندلی او ویلي یې دي، چې پر یاد روغتون تر برید وروسته په ښار کې د اړینو طبي خدماتو د بشپړ درېدلي دي. نوموړي یو ځل بیا غوښتنه کړې، چې په جګړو کې روغتونونه او طبي کارکوونکي باید خوندي وساتل شي.



![[000098]](https://sedayedarya.tv/pa/wp-content/uploads/sites/8/2026/08/000098-251x300.png)