دوشنبه, مارچ 23, 2026
دوشنبه, مارچ 23, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د تهران او واشنگتن ترمنځ تازه تاوتریخوالی؛ د هرمز تنګي په اړه متقابل ګواښونه

د «خاتم‌الانبیا» مرکزي قرارګاه ویاند خبرداری ورکړی، چې که د ایران د سون‌توکو او انرژۍ بنسټونه په نښه شي، نو اسلامي جمهوریت به د سیمې په کچه د امریکا حیاتي بنسټونه هدف وګرځوي. هغه ټینګار کړی، چې په دغو اهدافو کې د انرژۍ تاسیسات، د معلوماتي ټکنالوژۍ سیسټمونه او د اوبو د مالګې پاکولو (ډیسیلینیشن) کارخونې شاملې دي. دا خبرداری داسې مهال ورکول کېږي، چې دونالد ټرمپ څو ساعته مخکې ایران ته ۴۸ ساعته مهلت ورکړی دی. ټرمپ ویلي، که هرمز تنګی په بشپړه توګه بېرته پرانیستل نه شي، امریکا به د ایران برېښناکوټونه په نښه کړي. په وروستیو ورځو کې د هرمز تنګي پر سر تاوتریخوالی زیات شوی او د سیمې د شخړې د پراخېدو په اړه اندېښنې لوړې شوې دي. همداراز، دونالد ټرمپ، د امریکا ولسمشر، اسلامي جمهوریت ایران ته خبرداری ورکړی، چې که په ۴۸ ساعتونو کې هرمز تنګی بېرته خوشی نه کړي، نو له پوځي غبرګون سره به مخ شي. د رویټرز د راپور له مخې، ترمپ نن یکشنبه سهار په خپل ټولنیز شبکه «تروث سوشیل» کې لیکلي چې که ایران په ټاکلي وخت کې دغه تنگی خوشی نه کړي، امریکا به د دې هېواد ټول برېښناکوټونه هدف وګرځوي. هغه زیاته کړې، چې دا اقدام به له تر ټولو لوی برېښناکوټ څخه پیل شي. په راپور کې راغلي، چې دا خبرداری د سیمې د زیاتېدونکو تاوتریخوالو او د انرژۍ د حیاتي لارو د احتمالي ګډوډۍ له امله ورکړل شوی دی. هرمز تنګی د نړۍ له مهمو نفتي تګلارو څخه دی او هر ډول ګواښ، چې د دې د تړلو لامل شي، کولای شي په نړیواله کچه پراخ اقتصادي او امنیتي اغېزې ولري.

- Advertisment -spot_img