دوشنبه, مارچ 23, 2026
دوشنبه, مارچ 23, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

حوثیان: د ایران پر ضد به هر ډول پراخېدونکي کړکېچ ته ځواب ورکړي

‏په یمن کې د ایران ملاتړي حوثيان خبرداری ورکوي، چې د ایران پر ضد د جګړې هر ډول پراخېدونکي اقدام ته به کلک غبرګون وښيي. د حوثیانو تر کنټرول لاندې د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د جګړې پراخول به د سیمې پر امنیت، د اکمالاتو پر لړۍ، د انرژۍ پر بیو او نړیوال اقتصاد منفي اغېز وکړي. اعلامیه زیاتوي، چې که د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو لپاره پوځي یا ګډ اقدامات وشي، نو هغه هېوادونه چې په دې هڅو کې برخه اخلي، “تر ټولو به لومړی دوی زیانمن شي.” په همدې لړ کې، متحده عربي امارات او بحرین د هغو ۲۲ هېوادونو له ډلې دي، چې د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو هڅو کې به ګډون وکړي. شنونکي خبرداری ورکوي، چې که وضعیت نور هم خراب شي، نو دا به نه یوازې سیمه، بلکې نړیوال اقتصاد هم له جدي ستونزو سره مخ کړي.

- Advertisment -spot_img