د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ښځو برخې ځانګړې استازې سوزان فرګوسن خبرداری ورکړی، چې په ایران کې روانې جګړې او ناامنۍ افغان ښځې او ماشومان اړ کړي، چې بېرته افغانستان ته ستانه شي، چې هلته وار له مخه د ښځو د حقونو یو سخت بحران شتون لري. هغې ويلي؛ په ایران کې کړکېچ ښځې او ماشومان بېرته افغانستان ته ستنېدو ته اړ باسي؛ هغه ځای چې ښځې وار له مخه هلته د ښځو د حقونو له یو سخت بحران سره مخ دي. سوزان فرګوسن ویلي، چې د ملګرو ملتونو د ښځو برخه له خپلو همکارانو سره یو ځای هڅه کوي ترڅو دغو راستنېدونکو ته بېړني ملاتړ لکه سرپناه، روغتیایي خدمات او خوندي اسانتیاوې برابرې کړي. راپور ښيي، چې افغان مېرمنې له یوې خوا په ایران کې له جګړې تښتي او له بلې خوا په خپل هېواد کې له محدودیتونو او حقوقي بحران سره مخ کېږي.



