پنجشنبه, مارچ 19, 2026
پنجشنبه, مارچ 19, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

غزني کې د یوې کورنۍ ۶ غړي مړه شوي

غزني ولایت کې د ترافیکي پېښې له امله د یوې کورنۍ شپږ غړي خپل ژوند له لاسه ورکړ. دغه پېښه د کابل–کندهار پر لویه لاره د قره‌باغ ولسوالۍ اړوند د «کوټي» په سیمه کې رامنځته شوې ده. د سرچینو په وینا، یو فرونر موټر له یوه باروړونکي موټر سره ټکر کړی، چې په پایله کې یې څلور ماشومان او یوه ښځه مړه شوي دي. همدارنګه دوه نور کسان، چې یو ماشوم هم په کې شامل دی، ټپیان شوي دي. ټول قربانیان د غزني ولایت د ناوې ولسوالۍ اوسېدونکي وو. د پېښې لامل د موټرچلوونکو بې‌احتیاطي بلل شوې ده. ترافیکي پېښې په ټول هېواد کې تل د خلکو ژوند ګواښي او تر اوسه د دې ډول پېښو د کمولو لپاره اغېزمن ګامونه نه دي اخیستل شوي.

- Advertisment -spot_img