مراکش وروسته تر هغې د افریقا د اتلولۍ جام ګټونکې لوبډله اعلان شوه، چې د افریقا د فوټبال فدراسیون پایلوبه کې د سینیګال پر بریا بیا غور وکړ. د سینیګال لوبغاړو د یو پنالټۍ په غبرګون کې د لوبې ډګر پرېښود او تر شاوخوا ۱۴ دقیقو وروسته بیا ډګر ته راستانه شول او په اضافي وخت کې یې لوبه د ۱ پر صفر توپير سره وګټله. خو دا چې لوبغاړو یې د څه وخت لپاره ډګر پرېیښی و، دغه پایله د مراکش په ګټه د ۳ پر صفر سره بدله شوه او د اتلولۍ جام مراکش ته ورکړل شو. سینیګال لوبډلې ویلي چې غواړي د دغې پرېکړې له امله سویس کې د سپورټ نړۍوالې محکمې ته شکایت وکړي او زیاته کړې یې ده چې بریا د سینیګال وه.



