یکشنبه, مارچ 8, 2026
یکشنبه, مارچ 8, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

پکتیا کې د پاکستان د بریدونو پر ضد لاریون شوی

پکتيا کې شاوخوا زرګونو افغانانو د پاکستان د وروستیو بریدونو پر ضد پراخ ولسي لاریونونه کړي دي. د راپورونو له مخې، لاریونوالو د پاکستان بریدونه غندلي او پر نړیوالې ټولې یې غږ کړی چې د مخنیوي لپاره یې لاس په کار شي. پر افغانستان د پاکستان د پوځي یرغل او بریدونو پایله کې د طالبانو د تایید شویو راپورونو له مخې، ۱۱۴ افغانان وژل شوي او لږ تر لږه ۱۳۹ نور ټپيان دي. یو شمېر افغانان وايي، چې د پاکستان د نه بدنامېدو لپاره طالبانو د لسګونو وژل شویو افغانانو ارقام پټ کړي دي. دوی دا “بادرا” سره د مرستې ښکاره ثبوت ګڼلی دی. طالبانو تراوسه په هېواد کې د پاکستان د بریدونو پر ضد د ولسي اعتراضونو په اړه څه نه دي ویلي.

- Advertisment -spot_img