خلیج هېوادونو کې پر امریکايي اهدافو د ایران له بریدونو وروسته، په نړیواله کچه د تېلو او ګازو بیې په چټکۍ سره لوړې شوي. الجزیرې شبکې نن سهشنبه د دلوې ۱۲ / مارچ درېیمه راپور ورکړی، چې د قطر دولتي پټرولیم شرکت د خپلو دوو تاسیساتو له برید وروسته د مایع طبیعي ګازو ټول تولید ځنډولی. د راپور پر اساس، د ایران د انقلابي ګارډ قول اردو (IRGC) ویلي چې د هرمز تنګی – چې د نړۍ د تېلو د مصرف پنځمه برخه ترې تیریږي – اوس “تړل شوی” او خبرداری ورکوي چې هر هغه کښتۍ چې هڅه کوي له دې اوبو څخه تېره شي، برید به پرې وشي. تېره ورځ دوشنبې د بلومبرګ رسنۍ راپور ورکړی وو چې پر ایران د امریکا او اسراییل تر برید وروسته د تېلو بیې په بېسارې ډول لوړې شوي. په راپور کې راغلي چې د یوې ورځې په پرتله د تېلو بیې ۱۳ سلنه لوړې شوې دي. د راپور له مخې، تېره ورځ د یو بېرل بیه ۸۰.۲۰ ډالرو ته رسېدلې. پر ایران د امریکا او اسراییل تر برید مخکې د خامو تېلو د یو بېرل بیه ۷۲.۸۷ ډالره وه. ایران وروسته له هغې پر اسراییل او سیمه کې په ځانګړې توګه خلیجي هېوادونو کې د امریکا اډو په نښه کولو لپاره بریدونه زیات کړل چې پر دغه هېواد د امریکا او اسراییل ګډ برید کې د ایرن مذهبي مشر ایتالله علي خامنهاي ووژل شو. د ورکړل شویو راپورونو له مخې، له شنبې ورځې راهیسې په اسراییل کې د ایران بریدونو له امله لږترلږه ۱۰ تنه وژل شوي دي.



