پنجشنبه, مارچ 12, 2026
پنجشنبه, مارچ 12, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

اروپايي ټولنې افغانستان ته د ژوند ژغورونکو مرستو لېږد پیل کړ

افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ ویلي، چې افغانستان ته د ژوند ژغورونکو تغذیوي مرستو د لېږد بهیر پیل شوی او د بشري مرستو له درېیو تمویل شویو الوتنو څخه لومړۍ هغه کابل ته رسېدلې ده. د یادې استازولۍ په وینا، دغه بشري مرستې د UNICEF په همکارۍ ترسره کېږي او په ټولیز ډول به ۲۰ زره کڅوړې درملیز خوراکي (RUTF) افغانستان ته ورسول شي، څو د شدیدې حادې خوارځواکۍ له امله اغېزمنو ماشومانو درملنه وشي. اروپايي ټولنې ټینګار کړی، چې په هېواد کې د خوړو او تغذیې کمښت د اقتصادي بې‌ ثباتۍ، د اقلیمي بدلونونو اغېزو او د مرستو د کمېدو له امله زیات شوی او میلیونونه ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي. د استازولۍ په خبره، دغه بیړنۍ مرستې به د یونیسف له لارې اړوندو بشري بنسټونو ته وسپارل شي، څو د زیانمنو ماشومانو درملنه بې‌ ځنډه دوام ومومي، تر څو عادي اکمالاتي لارې بېرته فعالې شي.

- Advertisment -spot_img