چهارشنبه, اپریل 15, 2026
چهارشنبه, اپریل 15, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

کونړ کې درې ماشومان ووژل شول؛ طالبانو پاکستان مسؤل وباله

د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت اعلان کړی، چې د افغانستان پر خاوره د پاکستاني رژیم د بریدونو په دوام ، کونړولایت کې درې شپږ کلن ماشومان وژل شوي دي. د هغه په وینا، د دوشنبې په ورځ د حوت په ۱۱مه نېټه شاوخو لس بجې مخکې له غرمې، د پاکستاني رژیم پوځ د خاص کونړ ولسوالۍ کې د کډوالو پر کمپ برید کړی دی. په دې پېښه کې د درېیو ماشومانو ترڅنګ درې نور کسان هم ټپیان شوي دي. فطرت دا برید «نه بښونکی جنایت او وحشت» بللی دی. طالب چارواکو ټینګار کړی، چې دا ډول بریدونه د افغانستان د ملي حاکمیت ښکاره نقض دی او پاکستان ته یې د احتمالي پایلو په اړه خبرداری ورکړی دی. په مقابل کې اسلام‌اباد وایي، چې عملیات یې د هغو وسله‌والو ډلو پر ضد دي، چې د دوی په وینا د افغانستان له خاورې پر پاکستان بریدونه کوي. په همدې حال کې د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ ادعا کړې، چې تر اوسه په دغو بریدونو کې ۴۳۵ طالب جنګیالي وژل شوي او له ۶۳۰ څخه زیات نور ټپیان شوي دي

- Advertisment -spot_img