تازه ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې د دغه هېواد د ستر مذهبي مشر آیت الله علي خامنه اي مېرمن، منصوره خجسته باقرزاده د سختو ټپونو له امله ومړه. تېره شنبه چې د امریکا او اسراییل په هوايي بریدونو کې خامنه اي او د هغه دفتر په نښه شو، د نوموړي مېرمن کوما حالت ته تللې وه. د راپورونو له مخې د اسراییل او امریکا په بریدونو کې د علي خامنه اي سربېره، د هغه د کورنۍ یو شمېر غړي او د ایران لسګونه حکومتي چارواکي وژل شوي. د ایران او امریکا – اسراییل کړکېچ لا هم روان دی. ایران خبرداری ورکړی، چې د جګړې پای او بڼه به اوس دوی ټاکي.



