پنجشنبه, اپریل 16, 2026
پنجشنبه, اپریل 16, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ایران کې د خامنه‌يي په مړینه ۴۰ ورځې ماتم او اووه ورځې رخصتي اعلان شوه

د راپورونو له مخې، د امریکا او اسراییلو په بریدونو کې د علي خامنه‌اي له ژوند بایللو وروسته، په ایران کې څلوېښت ورځې ماتم، اووه ورځې عمومي رخصتي اعلان شوې او د انتقال دورې مسئولیت به ولسمشر، د قضایي قوې مشر او د نګهبان شورا له فقهاوو څخه یو تن پر غاړه ولري. امریکا او اسراییلو پرون په ګډه د ایران پر بېلابېلو ښارونو بریدونه پیل کړل او ایران په ځواب کې په قطر، کویټ، متحده عربي اماراتو او بحرین کې د امریکا پر پوځي اډو بریدونه وکړل. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره شپه په یوه پیغام کې وویل چې د ایران مذهبي مشر آیت‌الله علي خامنه‌يي د امریکا او اسراییلو د بریدونو په پایله کې ژوند له لاسه ورکړی دی. له دې وروسته، د ایران تسنیم خبري اژانس د خامنه‌يي ژوند بایلل تایید کړل. تسنیم راپور ورکړی چې د ایران کابینې په ټول هېواد کې ۴۰ ورځې ملي ماتم او اووه ورځې عمومي رخصتي اعلان کړې ده. په راپور کې راغلي چې د خامنه‌يي له مړینې وروسته به د انتقال دورې مسوولیت ولسمشر، د قضایي قوې مشر او د نګهبان شورا له فقهاوو څخه یو تن پر غاړه ولري.

- Advertisment -spot_img