چهارشنبه, اپریل 15, 2026
چهارشنبه, اپریل 15, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

نبیل: د پاکستان بریدونو پر دوام شونې ده طالبان د جهاد فتوا ورکړي

‏د جمهوري نظام د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل خبرداری ورکړی، چې پر افغان خاوره د پاکستان د احتمالي بریدونو دوام به د طالبانو توند غبرګون وپاروي. د هغه په وینا، طالبان ښايي د اسلام‌اباد پر وړاندې له خپلو مذهبي او ډیپلوماتیکو وسیلو څخه د فشار په توګه کار واخلي. نبیل په خپلو وروستیو څرګندونو کې هغه احتمالي سناریوګانې په ګوته کړي، چې طالبان یې د پاکستان د فشارونو په ځواب کې عملي کولی شي. د نبیل په وینا طالبان ښايي له اسلام‌اباد سره خپلې ټولې رسمي توګه ډیپلوماتیکې اړیکې پرې کړي، چې دا به په سیمه کې د پاکستان سیاسي انزوا نوره هم زیاته کړي. نبیل وایي طالبان ښايي د خپلو علماوو شورا له لارې د پاکستان پر ضد د “جهاد” رسمي فتوا صادره کړي، څو د دوی وسله والو او عامه افکارو ته د مقابلې روحیه ورکړي. دا ډول فتوا نه یواځې د ډیورنډ فرضي کرښې دواړو غاړو ته امنیتي وضعیت خرابولی شي، بلکې په پاکستان کې د ننه د مذهبي کړیو ترمنځ هم سختې ناندرۍ راپورته کولی شي. که څه هم طالبان او پاکستان په تاریخي لحاظ نږدې اړیکې لرلې، خو په وروستیو میاشتو کې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې نښتې او د پاکستاني طالبانو پر سر رامنځته شوي اختلافات، اړیکې د کمېدو تر کچې رسولې دي.

- Advertisment -spot_img