د جمهوري نظام د ستراتيژيکو اړيکو رييس وحید عمر، په سیمه کې د روانو پوځي نښتو او تبلیغاتي جګړې په غبرګون کې هېوادوالو ته د هوښیارۍ او آرامۍ مشوره ورکړې ده. نوموړي په خپله تازه بیانیه کې خبرداری ورکړی، چې د حماسو او جهاد نارې ښايي یو بل نسل هم د تباهۍ په اور کې وسوځوي. وحید عمر له هغو کسانو چې په اروپا او امریکا کې هوسا ژوند لري غوښتي، چې خلک نور جنګ ته ونه هڅوي او د «غزا او غچ» نارې بندې کړي. هغه ټینګار کړی، چې افغان ولس له لسیزو جګړو ستړی دی او د یو بل نه ختمېدونکي جنګ د زغم وس نه لري. عمر ویلي باید اجازه ورکړل شي، چې اوربند وشي او چا ته د کلیو او ښارونو د بمبارولو بهانه په لاس ور نه کړل شي. نوموړي ویلي چې په داسې حساس وخت کې د بریدونو او جګړې هڅول د بېګناه خلکو وینه په غاړه اخیستل دي. وحید عمر زیاتوي، د دنیا او سیمې حالت بدل دی او د یوې بلې اوږدې تباهۍ قوي احتمال شته، نو ځکه باید له احساساتو کار ونه اخیستل شي.



