پخوانی افغان ولسمشر پر کابل، کندهار او پکتیا د پاکستان بمبار ته په غبرګون کې ويلي، چې افغانان به په هر ډول شرایطو کې په پوره اتحاد د خپل ګران هیواد دفاع وکړي او د زور ځواب به په میړانې سره ووایي. حامد کرزی زیاتوي چې پاکستان په دغه بمبار او تاوتریخوالي سره له هغو ستونزو ځان نشي خلاصولی، چې په خپله یې جوړې کړې دي. د ښاغلي کرزي په خبره، د روان کړکېچ حل لار دا ده چې پاکستان خپله پالیسي بدله کړي او له افغانستان سره د ښه ګاونډیتوب او متمدنې اړیکې لار خپله کړي.



