د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد په ایکس پاڼه خبر خپور کړی، چې پاکستان د پوځي حلقي د بار بار تمرد او سرکشیو په غبرګون کې د دیورند کرښې په اوږدو کې د پاکستاني پوځیانو په مراکزو او نظامي تأسیساتو پراخ تهاجمي عملیات پيل شول. یاد انتقامي عملیات په بېلابېلو نقطو د ۲۰۳ منصوري او ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردوګانو له لوري په پکتیا،خوست، کونړ او ننګرهار ولایتونو کې پیل شوي دي چې تر دې دمه: ـ د ننګرهار دوربابا ولسوالۍ اړوند ماشین ناو سیمه کې د پاکستاني پوځیانو دوې پوستې. ـ د ګوشتې انارګي ساحه کې ۳ پوستې. ـ د کونړ ناړۍ ولسولۍ دوکلام سیمه کې ۲ پوستې په ټولیز ډول فتحه شوې. چې د دغو تهاجمي بریدونو په ترڅ کې تر اوسه لله الحمد ۱۵ پوستې فتحه شوي او لاهم د غچ اخیستنې تهاجمي بریدونه دوام لري.



