د طالبانو امنیتي ځواکونو د پاکستان یوه جنګي جټ الوتکه په کابل کې را نسکوره کړې ده. د العربیه رسنۍ خبر ورکړی چې په کابل کې افغان ځواکونو د پاکستان یوه جټ الوتکه را نسکوره کړې ده. ویل کېږي چې دغه الوتکه د کابل د برید لپاره راغلې وه، خو د افغان ځواکونو د سختو ګوزارونو لاندې راغله او نسکوره شوه. تر اوسه د دې پېښې په اړه د طالبانو رسمي دریځ نه دی اعلان شوی. بل پلو له کابل څخه ځايي سرچینې وایي چې څو شېبې وړاندې جنګي جیټ الوتکو د څرخي پله په سیمه کې د طالبانو حکومت اړوند پر یوې نظامي قطعې هوايي برید کړی دی. د دغو سرچینو په وینا، چاودنې زورورې وې؛ خو تر اوسه د مرګژوبلې او زیان په اړه رسمي معلومات نه دي خپاره شوي



