په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو او ځورولو په دوام، تازه د یاد هېواد له بندخونو ۷۵ افغانان ازاد او هېواد ته راستانه شوي دي.د طالبانو تر ولکې لاندې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په اېکسپاڼه لیکلي چې دا کسان له یوې ورځې تر دوو میاشتو پورې بندیان وو، او روانه اوونۍ راخوشي شوي دي. د سرچینې په وینا؛ ازاد شوي افغانان د کندهار د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست د سپین بولدک د لېږد امریت کې تر ثبت او د بشري مرستو له تر لاسه کولو وروسته خپلو سیمو ته لېږدول شوي دي. له تېرو څو کلونو راهیسې په پاکستان کې د افغان کډوالو نیول او په جبري ډول رالېږل په بېسارې توګه زیات شوي دي. څو ورځې مخکې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کمېشنري ویلي چې په تېر ۲۰۲۵ م کال کې پاکستان میلیونونه افغانان افغانستان ته لېږلي دي.یادې ادارې بار بار له پاکستاني حکومته غوښتي وو چې د افغان کډوالو له نیولو، ځورولو او په جبري ډول افغانستان ته لېږل پای ته ورسوي.د ویلو ده، چې د دې ترڅنګ له ایرانه هم د افغان کډوالو رالېږل په بېسارې توګه زیات شوي دي.



