د برېټانیا د بشري حقونو سفیرې ایلینور سانډرز د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ۶۱مه غونډه کې، د طالبانو له لوري په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د پراخو بشري سرغړونو غندنه کړې. سانډرز د طالبانو د نوي جزایي قانون غندلی او هغه یې د مذهبي توپیرونو پیاوړي کېدو برخه کې ګواښوونکی بللی او په وینا یې دا تګلاره د ماشومانو پر وړاندې تاوتریخوالی زیاتوي. هغې د طالبانو له لوري پر ښځو د طبي زدهکړو بندیز غندلی او پر هغوی یې د ټولو لګېدلو محدودیتونو د لرې کېدو غوښتنه یې کړې. سانډرز ویلي که طالبان پر ښځو دغه لګېدلي محدودیتونه لرې کړي له دې سره به د ټولو افغانانو حقونه خوندي شي. نوموړې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو تړل کېدو له امله د اړینو روغتیايي او تغذیوي مرستو ځنډېدل د یوې جدي ستونزې په توګه یاد کړي او ټینګار یې کړی، چې ژوند ژغورونکي توکي دې پرته له ځنډ او خنډ څخه افغانستان ته ورسیږي. ایلینور سانډرز پر نړیوالې ټولنې غږ کړی، چې د مرستو احتمالي بندیدو مخه ونیسي او د هرې افغانې روغتیايي حقونه دې خوندي کړي.



