پاکستاني چارواکو خبر ورکړی، چې د خیبرپښتونخوا په کوهاټ ولسوالۍ کې د ناپېژاندو وسله والو په برید کې لږترلږه اووه تنه وژل شوي او درې نور ټپیان دي. د کوهاټ د پولیسو ویاند نعمان زېب نن سه شنبې ځايي سرچینو ته ویلي، چې وسله والو د کوهاټ د لاچي سیمې د شکردرې پر سړک د پولیسو پر یوه موټر برید وکړ، چې په پایله کې یې د اسد په نوم د پولیسو د یو افسر په ګډون څلور نور پولیس ووژل شول. نوموړي زیاته کړې، چې په دې پېښه کې دوه ولسي وګړې هم وژل شوي دي. په خیبرپښتوخوا کې پر امنیتي ځواکونو وسله وال بریدونه په دې وروستیو کې زیات شوي، چې د ډېرو پړه د پاکستاني طالبانو تحریک یا ټي ټي پي منلې ده. د نننۍ حملې پړه تراوسه کومې ډلې نه ده منلې.



