ننګرهار کې ځايي سرچینې خبر ورکړی، چې د طالبانو امنیتي ځواکونو د دغه ولایت په نازیان او دوربابا ولسوالیو کې د ډیورنډ فرضي کرښي په اوږدو کې د پاکستاني ملېشو پر پوستو بریدونه پیل کړي. د سرچینو په وینا، په دغو نښتو کې د پاکستاني ملېشو ځينې پوستې هم له منځه وړل شوې او تلفات هم ورته اوښتي. خو طالب چارواکو و تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.



![[000098]](https://sedayedarya.tv/pa/wp-content/uploads/sites/8/2026/08/000098-251x300.png)