پنجشنبه, مارچ 12, 2026
پنجشنبه, مارچ 12, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ملګري ملتونه د افغان ښځو او نجونو د وضعیت په اړه غونډه جوړوي

د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ ویلي، چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په راتلونکې غونډه کې به د افغان ښځو او نجونو د روغتیا او حقونو په اړه خپل راپور وړاندې کړي. ښاغلي بېنېټ ویلي، چې هغه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ۶۱مې غونډې لپاره پر چمتووالي بوخت دی او د فبرورۍ په ۲۶مه نېټه به خپل راپور وړاندې کړي. بېنېټ زیاته کړې، چې د خپل ټاکل شوي پلان له مخې به په افغانستان کې د ښځو او نجونو د ناوړه وضعیت په تړاو د وروستیو پېښو او حالاتو په اړه خپلې اندېښنې شریکې کړي. ټاکل شوې نوموړی به په خپل راپور کې د افغان نجونو او ښځو د روغتیايي خدمتونو د لاسرسي په برخه کې هغو ستونزو او ننګونو ته اشاره وکړي، چې له ۲۰۲۱ م کال راهیسې د طالبانو له واکمنۍ وروسته رامنځ‌ته شوې دي. افغانستان کې د ښځو او نجونو پر زده‌کړ او کار بندیزونه لګېدلي، چې دې کار نه یواځې د هغوی پر وړاندې ننګونې زیاتې کړې، بلکې ترڅنګ یې په روغتیايي برخو کې د ښځو لپاره جدي ستونزې را ولاړې کړې دي. د افغانستان په تړاو د بشري حقونو شورا غونډه داسې مهال جوړېږي، چې ورځ تر بلې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو محدودیتونه پراخېږي.

- Advertisment -spot_img