د شل اووریز نړیوال جام په سیالیو کې نن پنجشنبه (د سلواغې ۳۰مه) دافغانستان ټیم له کاناډا ، سیریلانکا له زیمبابوې او ویسټ انډیز له استرالیا سره لوبې کوي. د افغانستان او کاناډا لوبه د هند د چینای په سټډیوم کې د افغانستان په وخت د ماښام ۶ بجې پیلیږي. د افغانستان ټیم په دغه جام کې تراوسه درې لوبې کړي، چې نیوزیلند او جنوبي افریقا ته یې لوبې بایللی، خو د متحدو عربي اماراتو ټیم څخه یې لوبه ګټلې ده. شل اووریز نړیوال جام د هند او سیریلانکا په ګډ کوربتوب پیل شوی او وروستۍ لوبه یې د مارچ په اتمه ترسره کیږي.



![[000098]](https://sedayedarya.tv/pa/wp-content/uploads/sites/8/2026/08/000098-251x300.png)