یکشنبه, مارچ 8, 2026
یکشنبه, مارچ 8, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

طالبانو د ٢ ښځو په ګډون ۱۱ تنه په دُرو وهلي

 د طالبانو سترې محکمې اعلان کړی، چې په کابل، بلخ او پروان ولایتونو کې د دوو ښځو په ګډون ۱۱ تنه په دُرو وهل شوي دي. یادې محکمې نن چهارشنبه د سلواغې پر ۲۹مه د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې په کابل کې پنځه کسان د قمار په تور پر شپږ میاشتې بند او ۱۵ دُرو او یو بل پر ۲۹ دُرو محکوم شوي دي. د خبرپاڼې له مخې، طالبانو په پروان ولایت کې د یوې ښځې په ګډون دوه نور کسان د نامشروع اړیکو په تور په دُرو ووهل او هر یو یې له یو تر دوه کلونو بند او ۳۹ دُرو محکوم کړل. د طالبانو د سترې محکمې په یوه جلا اعلامیه کې ویل شوي، چې په بلخ کې د یوې ښځې په ګډون درې نور کسان د شرابو د تولید او پلور په تور په دُرو ووهل شوي دي. دغې محکمې زیاته کړې، چې هر یو ته د ۳۹ دُرو سزا ورکړل شوې ده. د طالبانو سترې محکمې ټینګار کړی، چې دغه حکمونه د دې ډلې د سترې محکمې له تاييد وروسته، پر دغو کسانو پلي شوي دي. دا په داسې حال کې ده، چې د بشري حقونو سازمانونو تل د طالبانو له خوا د دُرو وهلو په ګډون د بدني مجازاتو په تړاو اندېښنه څرګنده کړې او ټینګار یې کړی، چې دا ډول کړنې د بشري حقونو او انساني کرامت نقض ګڼل کېږي.

- Advertisment -spot_img