جمعه, مارچ 6, 2026
جمعه, مارچ 6, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د زعفرانو برخه کې د هراتي مېرمنو لاسته راوړنې وستایل شوې

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې په خپل تازه پیغام کې د افغان ښځو د اقتصادي مبارزې ستاینه کړې او ویلي یې دي چې په ټول هېواد کې ښځې د خپلو کورنیو د ملاتړ لپاره کاري فرصتونه لټوي. یادې ادارې په خپل بیان کې ويلي؛ په هرات ولایت کې د “شبیته” په څېر متشبثې ښځې، د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې او د هغوی د همکارانو په ملاتړ، د نویو دندو په رامنځته کولو او د خپلو سوداګریو په پراخولو بوختې دي. د دوی پر وينا؛ دغه ښځې په ځانګړي ډول د کرنې (لکه د زعفرانو پروسس) او لاسي صنایعو په برخو کې فعالیت کوي، چې نه یوازې د هغوی د کورنیو اقتصاد پیاوړی کوي، بلکې نورو ښځو ته هم د کار زمینه برابروي. یاده اداره ژمنتيا ښيي، چې په سختو شرایطو کې د افغان ښځینه سوداګرو ملاتړ ته دوام ورکړي، ترڅو هغوی وکولی شي د خپلو سوداګریو له لارې پر ځان بسیا شي. دا په داسې حال کې ده، چې په ټول افغانستان کې د طالبانو له لوري پر ښځو سخت محدودیتونه لګول شوي او هغوی په پراخه کچه له کار او زده‌کړو څخه محرومې دي. په داسې یوې تنګې فضا کې، د شبیته په څېر د ښځو دا ډول فعالیتونه د ښځو د بقا او مقاومت یوه لویه بېلګه ګڼل کېږي.

- Advertisment -spot_img