پنجشنبه, اپریل 16, 2026
پنجشنبه, اپریل 16, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

نړیوال جام کې ايرلنډ عمان تر ټولو ستر هدف وټاکه

د ۲۰۲۶ کال د شل اووریزو سیالیو په لړ کې نن ايرلنډ لوبډلې عمان ته په ټاکل شویو شل اوورونو کې د ۲۳۵ منډې ترسره کړې او په دې سره یې د روان نړيوال جام تر ټولو ستر هدف وټاکه. د ۲۰۲۶ کال شل اوریزو سیالیو نړیوال جام مهالوېش سره سم نن د بي ګروپ او په ۲۲مه لوبه کې د ایرلنډ او عمان سیالۍ روانه ده. د لوبې پچه عمان ګټلې او ایرلنډ ته یې د توپوهنې بلنه ورکړې وه. ایرلنډ د پنځو لوبغاړو په زیان سره سسالۍ عمان لوبډلې ته د ۲۳۶ منډو ستر هدف ایښي. عمان تر دې مهاله په نهه اورو کې د دوو لوبغاړو په زیان سره ۷۷ منډې ترسره کړې دي. د ۲۰۲۶ کال د کرکټ په نړیوال شل ‌اوریز جام کې د تېر په څېر نن هم درې لوبې ترسره کېږي. لومړۍ لوبه د ایرلنډ او عمان، دویمه د سکاټلنډ او انګلستان، او درېیمه د سویلي افریقا او نیوزلنډ ترمنځ ده. باید وویل شي چې د روان نړیوال جام سیالیو کې تېره ورځ د زمبابوې لوبډلې اسټرالیا پیاوړې لوبډلې ته ماته ورکړه او تاریخ یې جوړ کړ.

- Advertisment -spot_img