د ملګرو ملتونو امنیت شورا پر طالبانو د بندیزونو کمېټې ماموریت د یو بل کال لپاره غځولی دی. د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه پرون پنجشنبه جوړه شوې وه او له طالبانو سره پر اړوندو بنسټونو هم بندیز غځول شوی دی. د طالبانو د ځینو مشرانو د سفر د ممنوعیت معافیت هم نه دی غځول شوی. د (۱۹۸۸) د افغانستان د بندیزونو نظام د هغو اشخاصو، ډلو او بنسټونو پر شتمنیو، سفرونو او نورو اړوندو مسایلو بندیز لګوي، چې له طالبانو سره تړاو لري او د افغانستان سولې، امنیت او ثبات ته ګواښ بلل کېږي.



![[000098]](https://sedayedarya.tv/pa/wp-content/uploads/sites/8/2026/08/000098-251x300.png)