چهارشنبه, اپریل 15, 2026
چهارشنبه, اپریل 15, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

حامد کرزی: ښځې او نجونې باید له هرې ممکنې لارې زده کړې وکړي

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د “په ساینس او علم کې د ښځو او نجونو د مشارکت نړیوالې ورځې” په مناسبت په یو پیغام کې، پر زده‌کړو د ښځو حق او په ټولنه کې د هغوی پر رول ټینګار وکړ. حامد کرزي څرګنده کړې، چې په بېلابېلو اړخونو کې د بشري ټولنې وده او پراختیا د ښځو او نجونو رول پورې تړلې ده، او دا چاره یوازې هغه مهال ممکنه ده چې هغوی علم ته بشپړ لاسرسی ولري. نوموړي په ټولنیز ژوند کې د افغان ښځو او نجونو د تېر او اوسني رول ستاینه وکړه او هغوی یې د هېواد د معنوي پانګې په توګه یادې کړې. پخواني ولسمشر افغان نجونو ته توصیه وکړه چې د علم او زده‌کړې د ترلاسه کولو او د هېواد په وده کې د ګډون لپاره له هرې ممکنې لارې هڅې وکړي او ناهیلې نشي. دا په داسې حال کې ده، چې دا ورځ په رسمي ډول د ۲۰۱۵ م کال د ډسمبر په ۲۲مه د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ لخوا تصویب شوه. د دې ورځې د نمانځلو موخه دا ده، چې په ساینسي او تخنیکي برخو کې د ښځو او نجونو د بشپړ او مساوي لاسرسي او ونډې اخیستنې ملاتړ وشي.

- Advertisment -spot_img