چهارشنبه, اپریل 15, 2026
چهارشنبه, اپریل 15, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د افغان ښځو پر وړاندې د طالبانو پر سخت دریځو پالیسیو د هیلې نجيب توندې نیوکې

د پخواني ولسمشر ډاکټر نجيب الله لور هیله نجيب، د افغان ښځو پر وړاندې د طالبانو پر سخت دریځو پالیسیو توندې نیوکې وکړې. هیله نجيب ویلي، چې اوسمهال په افغانستان کې مېرمنې یوازې د ښځینه توب له امله له کار او فعالیت څخه منع شوې دي. هغې په خپلو څرګندونو کې د یوې مېرمنې (نوریې) یادونه کړې، چې د نفقې پيدا کولو لپاره اړ ده، چې د هلکانو جامې واغوندي، ځکه په کور کې یې سرپرست نارینه نشته او د طالبانو په واکمنۍ کې ښځو ته د کار اجازه نه ورکول کېږي. نوموړې پوښتنه کوي، چې طالبان څنګه د خپلو خلکو او ملت ګټې خوندي کوي، حال دا چې هغوی بهرنیانو ته پر خپلو هېوادوالو لومړیتوب ورکوي. د هیلې په وینا، هغه ډلې، چې د بهرنیانو ګټو ته تر خپل ولس زیات ارزښت ورکوي، هېڅکله نه شي کولای ملي ګټې تامین کړي. نوموړې په دې باور ده، چې د افغان مېرمنو محرومول به هېواد له یوې لویې ټولنیزې او اقتصادي ستونزې سره مخ کړي. دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د مېرمنو اقتصادي او ټولنیز ژوند تر دې بریده له ننګونو سره مخ دی، چې ان نجونې د خپل هویت بدلولو ته اړ کېږي، ترڅو خپلې کورنۍ ته يوه مړۍ ډوډۍ وګټي.

- Advertisment -spot_img