یکشنبه, مارچ 8, 2026
یکشنبه, مارچ 8, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د تېلو د صادراتو د محدودولو لپاره پر ایران د متحدوایالتونو نوي بندیزونه

متحدو ایالتونو د ایران د تېلو پر صادراتو تازه بندیزونه اعلان کړل. د امریکا د بهرنیوچارو وزارت وروسته له دې چې په عمان کې د امریکايي او ایراني مرکچیانو خبرې پای ته ورسېدې، د ایران د تېلو د صادراتو د محدودولو او ورسره د ایران د ۱۴ بېړيو د هدف ګرځولو لپاره د ا تازه بندیزونه اعلان کړل. د بهرنیوچارو وزارت ویاند ټامي پیګوټ ویلي، ایران د تېلو د صادراتو له عوایدو څخه په ټوله نړۍ کې د بې ثباته کوونکو فعالیتونو او په کور دننه د خلکو د ځپلو په هدف کار اخلي. د امریکا د بهرنیوچارو وزارت وویل د ایران د هغو ۱۴ کشتیو هرراز فعالیت به ودرول شي چې د دې وزارت په وینا کار یې د ایران د تېلو انتقال دی او د اسلامي جمهوریت د پټو بېړیو یوه برخه ده. دا بېړۍ د ترکیې، هند او متحده عربي اماراتو تر بیرغ لاندې فعالیت کوي او د دې هېوادونو په نوم ثبت دي. د امریکا د بهرنیوچارو وزارت په بندیزونو کې د ایران ۲ چارواکي او د حکومت ۱۵ اړوند بنسټونه هم شامل دي.

- Advertisment -spot_img