چهارشنبه, اپریل 15, 2026
چهارشنبه, اپریل 15, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د بیټکوین سقوط نړیوال پانګه‌وال اندېښمن کړي

د نړۍ مشهورې ډیجټلي پیسې، بیټکوین، بیه د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ په ۷مه تر شاوخوا ۶۷ زره او ۳۰۰ ډالرو راښکته شوه. دا د تېرو څه باندې یو کال کې تر ټولو ټیټه بیه ده. په تېرو څلورو میاشتو کې بیټکوین په پرله‌پسې ډول راکښته شوی او نږدې نیم ارزښت یې له لاسه ورکړی دی. دا وخت د کریپټو بازار عجیب حالت لري. کله چې په نړۍ کې ستونزې وي، خلک عموماً سره زر اخلي، خو دا ځل بیټکوین نه یوازې پورته نه شو، بلکې نور هم راولوېد. د سرو زرو بیه پورته روانه ده، خو بیټکوین ښکته کېږي، او همدې کار خلک دې ته مجبور کړي، چې ووايي: ایا بیټکوین رښتیا هم «ډیجیټلي سره زر» دي که نه؟ کارپوهان وايي، د دې راټیټېدو لوی لاملونه د خلکو ویره، د خرڅلاو زیاتوالی او نړیوالې اندېښنې دي. د هېوادونو ترمنځ سیاسي ترینګلتیا او د مصنوعي ځیرکتیا چټک پرمختګونه د سټاک او کریپټو بازارونه بې‌باوره کړي دي. نښې نښانې ښيي، چې دا مهال خلک د اخیستو پر ځای خپلې کریپټو پیسې پلوري، چې له امله یې بیې نورې هم ښکته روانې دي. همدارنګه، د امریکا د خزانې وزیر ویلي چې حکومت به بیټکوین ته مستقیم ملاتړ نه کوي، او د بیټکوین ETF صندوقونو ته هم خلکو او لویو پانګه‌والو چندان پام نه دی کړی، چې دا کار د پانګونې کچه راکمه کړې ده.

- Advertisment -spot_img