پنجشنبه, فبروري 12, 2026
پنجشنبه, فبروري 12, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د افغانستان فوټسال ملي لوبډله له اسیا جام سیالیو ووته

‏د افغانستان فوټسال فدراسیون مسئولينو خبر ورکړی؛ چې افغان ملي لوبډله د اسیا د ملتونو جام سیالیو په لړ کې، نن د سې شنبې په ورځ په یوه حساسه لوبه کې د جاپان پر وړاندې له ماتې سره مخ شوه او له دغو سیالیو څخه ووتله. ​ دوی زياتوي، افغان ملي لوبډلې د جاپان پیاوړې لوبډلې ته د ۶ پر صفر په پایله کې لوبه وبایلله. ​ د دوی په وینا، دا لوبه د یادو سیالیو په کوارټر فاینل پړاو کې ترسره شوه. ​ دا په داسې حال کې ده، چې د فوټسال ملي لوبډلې دې پړاو ته تر رسېدو وړاندې مالیزیا او سعودي عربستان ته ماتې ورکړې وه، خو له ایران او جاپان څخه یې ماتې وخوړه. ​د اسیا د فوټسال ملتونو جام دا اتلسم پړاو سیاليو که که څه هم افغان لوبغاړي له دغه پړاو څخه بهر شول، خو تر دې ځایه رسېدل د هېواد د فوټسال په تاریخ کې یوه مهمه لاسته راوړنه بلل کېږي.

- Advertisment -spot_img