پنجشنبه, فبروري 12, 2026
پنجشنبه, فبروري 12, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د روسیې بریدونو په اوکراین کې لږ تر لږه ۱۷ کسان وژلي

د اوکراین د بېړنیو خدماتو ادارې له خوا خپره شوې انځور د فبرورۍ په لومړۍ نېټه د دنیپروپېتروفسک په سیمه کې پر یوه بس د روسیې د ډرون برید ښيي. اوکرایني چارواکي وایي چې د یکشنبې په ورځ (دلو ۱۲مه) د اوکراین په سوېل کې د دنیپروپېتروفسک په سیمه کې د روسیې په دوو جلا بریدونو کې لږ تر لږه ۱۷ کسان وژل شوي دي. د چارواکو په وینا، ۱۵ کسان هغه مهال ووژل شول چې د روسیې یو ډرون د پاولوهراد په سیمه کې د یوه بس ترڅنګ ولګېد. دواړه نور کسان د همدې سیمې په مرکز دنیپرو ښار کې پر یوه شخصي کور د ډرون د برید له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ. همداراز چارواکو ویلي چې د روسیې په یوه بل برید کې، چې د زاپوروژیا ښار پر یوه زېږنتون شوی، لږ تر لږه شپږ کسان ټپیان شوي دي. دا بریدونه په داسې حال کې ترسره شوي چې تمه ده د روانې اوونۍ په ترڅ کې د کییف او مسکو ترمنځ د خبرو نوی پړاو پیل شي. د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زېلنسکي ویلي چې دا خبرې به د دلو له ۱۵مې تر ۱۶مې پورې د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې ترسره شي.

- Advertisment -spot_img