په افغانستان کې د یونیسف استازی تاجالدین اویوالي ويلي، چې افغانستان لا هم د هغو هېوادونو په کتار کې دی، چې په ۲۰۲۶ کال کې پراخو بيړنیو مرستو ته اړتیا لري. اویوالي زیاتوي، چې پرله پسې مالي ملاتړ به په افغانستان کې له یونیسف سره مرسته وکړي ترڅو ۱۲ میلیونو کسانو ته روغتیايي خدمات وړاندې کړي. نوموړي ويلي، چې د دغو مرستو په وړاندې کولو به ۵.۵ میلیونو ماشومانو ته بيړنۍ زدهکړې برابرې شي او نږدې ۱۰ میلیونه ماشومان به د ناروغیو پر وړاندې خوندي شي. له دې وړاندې هم یاد بنسټ خبرداری ورکړی و، چې مالي ملاتړ لا هم یوه ستره ننګونه ده او یونیسف د تغذیي پروګرامونو لپاره د ۲۰۲۵ کال د بودیجې ۷۲ سلنې کمښت له امله په ۲۰ هېوادونو کې خپل فعالیتونه محدود کړي دي. ملګرو ملتونو په خپلو راپورونو کې ویلي، چې دوامداره مالي ملاتړ ماشومانو او کورنیو ته د حیاتي خدماتو د لاسرسي او له بشري کړکېچونو سره د مقابلې په برخه کې بنسټیز رول لري او کولی شي د میلیونونو کسانو ژوند او روغتیا خوندي کړي.



