له پاکستانه خپرېدونکې ورځپانې اېکس ټریبیون د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو تړل کېدو له امله اندېښنه ښودلې او دا یې د چین ـ پاکستان ترمنځ د اقتصادي دهلېز سيپیک پروژې له لپاره هغه ګواښ بللی، چې د دغې پروژې عملي کېدل بېباوره کوي. يادې ورځپاڼې د اقتصادي شنونکو له خولې لیکلي که د دواړو هېوادونو ترمنځ د لارو تړل کېدل همداسې دوام وکړي د سیمهییز اتصال او اقتصادي همکارۍ دا ستره پروژه به خپله عملي بڼه له لاسه ورکړي. د مقالې له مخې، چين د پاکستان له لارې هڅه کوي، چې سيپېک افغانستان ته وغځوي څو له دې لارې افغانستان له سيمهييزو بازارونو سره ونښلول شي او د سوداګرۍ نوې لارې پرانيستل شي خو د ۲۰۲۵ کال پر مهال د پاکستان-افغانستان ترمنځ د لارو تړل کېدو د دې پلان پر عملي کېدو جدي شکونه پيدا کړي دي. مقالې لیکلي چې له افغانستان سره د پاکستان لارو تړل کېدو د سخت اقتصادي زیان ترڅنګ، د پاکستان پر نړیوال اعتبار هم منفي اغېز کړی. ټریبیون د اقتصادي کارپوهانو هغو څرګندونو ته اشاره کړې، چې وايي که پاکستان د سيپېک له لارې چين له افغانستان او مرکزي اسيا سره نښلوي، د سوداګرۍ د دوامداره او سياسي فشار څخه خوندي ميکانيزم دې رامنځته کړي. شنونکي ټينګار کوي، چې سيپېک يوازې يوه اقتصادي پروژه نه ده، بلکې دا د پاکستان د سيمهييز رول، باور او اعتبار اموینه هم ده. اوسنی وضعيت ښيي، چې افغانستان ته د سيپېک غځولو لپاره عملي ګامونه او دوامداره سرحدي ثبات تر ټولو لوی شرط دی.



