یکشنبه, فبروري 15, 2026
یکشنبه, فبروري 15, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې سعودي عربستان ته ماتې ورکړه

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د آسیا د فوټسال جام سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه د سعودي عربستان پر وړاندې درې په صفر وګټله. دا لوبه په اندونیزیا کې چې د دې سیالیو کوربنه ده، ترسره شوه. رضا حسین پورد لوبې په لومړیو دقیقو کې یو ګول وواهه. هغه د لوبې په دوهمه نیمایي کې بل ګول هم ترسره کړ او د افغانستان لپاره درېیم ګول هم امید قنبري خپل کړ. افغانستان په څلورم ګروپ کې له سعودي عربستان، مالیزیا او ایران سره یو ځای دی. دغه سیالۍ چې شپاړس ټیمونه په کې ګډون لري، د دلوې له اوومې څخه پیل شوی او د روانې میاشتې تر ۱۸ مې پورې به دوام وکړي.

- Advertisment -spot_img